اسلام آباد۔ 09 مارچ (اے پی پی) خارجه وزير خواجه محمد آصف ق??مي اسمبلۍ ته وئيلي دي په ګرده نړۍ كښې د مېشته پاكستانيانو خېر ښېګړې له د کمیونټی وېلفیئر دف??رونو شمېره زياتول?? شي۔ د سپېن په زندانونو كښې بند 177 پاکستانیان هېواد ته راوستلو له به حكومت خپل كردار ترسره ??وي۔ د جمعې په ورځ ق??مي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د طاهر اورنګزېب د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه وزارت لخوا ق??مي اسمبلۍ ته په تحريري توګه ووئيل د سپېن په زندانونو كښې د پاكستانيانو بنديوانو شمېره 177 ده۔ خارجه وزير خواجه محمد آصف د ضمني پوښتنې په ځواب كښې ووئيل مونږ هڅې كوؤ چې په كوم هېواد كښې د پاكستاني وګړو شمېره زياته ده دغلته د کمیونټی وېلفیئر دف??رونو شمېره زياته كړ?? شي دغسې چې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستاني وګرو ګيلې لرې كړ?? شي۔ ده ووئيل د سپېن په زندانونو كښې د بنديوان 177 پاكستانيانو ډي پورټ كولو له به ګامونه پورته كول?? شي۔ ده وئويل دا خبره سمه ده چې دې ځائې څخه د نشائي توكو قاچاق كول?? شي۔ ده ووئيل اینټی نارکوټکس بايد د قاچاق مخنيوي له فعاله ګامونه پورته كړي دغسې چې قاچاقبر دلته ونيول?? شي او هغوي بهر هېوادونو كښې د پاكستان د بدنامۍ سوب جوړ نه شي۔ د ساجد نواز د پوښتنې په ځواب كښې خارجه وزير ووئيل سعودی عربستان كښې دا مهال 26 څخه تر 27 لکهھ پاکستانیان مېشته دي۔ پاكستاني وګړي د سعودي عربستان زندانونو كښې د اقامې يا چېك كېش نه كېدو په سوب بند دي۔ ددې مسئلو حل له په سعودي عربستان كښې د كميونټي وېلفيئر دف??رونو شمېره زياتول?? شي
متعلقہ مضامین
-
کینڈی برسٹ آفیشل تفریح ایپ
-
ECP establishes control room for complaints
-
Life in Karachi unperturbed: shops, hotels and schools remain open
-
There is no shortcut to power, Fazl tells Imran
-
Baldia Factory Fire main accused Rahman arrested in Thailand
-
Road accident leaves three dead, 10 injured in Dadu
-
Include Afghanistan in Moscow trilateral consultation on Afghan conflict
-
ایس بی او اسپورٹس اینٹرٹینمنٹ آفیشل پلیٹ فارم
-
گولڈن جیم آفیشل گیم پلیٹ فارم ویب سائٹ کا تعارف
-
جیا الیکٹرانکس ٹرسٹڈ انٹرٹینمنٹ ویب سائٹ کی خدمات اور خصوصیات
-
ورجینیا الیکٹرانکس آفیشل انٹرٹینمنٹ لنک کی خصوصیات اور فوائد
-
CQ9 الیکٹرانک قابل اعتماد بیٹنگ ویب سائٹ کی خصوصیات